
سلېمان لايق (۲۱ د تلې، ۱۳۰۹ ل. = ۱۲ د اکتوبر، ۱۹۳۰ ز. -) (په انګرېزي: Sulaiman Layeq) يو افغان لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال دی، هغه د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارګوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی.
ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توګه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي.