شېخ اسماعيل سړبنی قدس الله روه صاحب عبادت و رياضت شافه بود، مقتدای وخت، بعلوم يزداني کاشف اسرار طريقت و حقيقت بوده، در ولايت روه.

د شېخ اسماعيل د ژوند وخت يقيني څرګند نه دی خو مخزن الافغاني دومره ليکلي چې دی د شيخ احمد ولد شيخ موسی او حضرت شيخ بهاالدين معاصر وو او شيخ احمد د شيخ موسی ځوی خو مشهور ستانه دی چې د قطب الدين بختيار پلار و، څنګه چې قطب الدين په ۵۷۵ هـ کال کې زېږېدلی دی نو موږ دده د پلار د ژوند دوره تر ۵۰۰ هـ وروسته ټاکلای شو، ځکه چې د شيخ بهاالدين ژوند هم په دغو کالونو کې و.

شيخ اسماعيل سربېره پر دې چې لوی ستانه او زيرک شيخ و، د پښتو ژبې شاعر هم و، دده يو طبعي خوندور شعر په پټه خزانه کې راغلی دی چې ده د خپل کاکا د ځوی خرښبون په بېلتانه کې وييلی او هغه داسې دی

که يون دی يون دی                     مخ کې بېلتون دی

که کسي غره څخه                       ځي خرښبون دی

که وروره وروره             خرښبون وروره

ته چې بېلتون کړې                       زما وير ته ګوره

چې ځې مرغې له                        تورې کرغې له

همزولي پاته                   ځې څه برغې له

د خدای دپاره                  خرښبون ياره

چې هېر مو نه کړې                     زموږ کهول واړه

زړه مې رپېږي               يار مې بېلېږي

بېلتون يې اور دی                        ځان پې سوځېږي

دده د دې شعر غبرګون هم د خرښبون له خوا وييلی شوی دی چې د خرښبون تر نامه لاندې به راوړل شي.

د شيخ اسماعيل مزار د کسي په غره کې دی او ډېر خلک يې زيارت ته ورځي

سرچينې

1.         پټه خزانه - ۱۷ مخ

2.         پښتانه شعرا - ۵۲ مخ

3.         مخزن افغاني - خطي نسخه