ډیره خواږه ده!!!

څرنگه چې دپټې خزانې دريمه برخه دهغه وخت ښځو شاعرانو ته ځانگړې شوې ده چې ددې ډلې څخه يوه هم ميرمن نيکبخته ده چې د( ٩٦٠ل) په شا او خوا کې يې ژوند کړی اودپښتو له شاعرانو ميرمنو څخه گڼل شوې ده...

ډاکټر کبير ستوری (زېږېدنه: ۱۹۴۲ ؛ مړينه: ۴ د اپرېل ۲۰۰۶) د افغانستان يو شاعر، ليکوال، سياستپوه او د سياسي ډلې مشر و. د هغه ملتپاله شاعري نه يواځې په پښتونخوا او افغانستان کې مېنوال لري بلکه په نړۍ کې هم خواره واره افغان مينه وال لري .
مخينه
ډاکټر کبير ستوری د لعل محمد خان زوى او ...

استاد ګل پاچا الفت د شعر او ادب په اسمان کې يو ځلاند ستوری دی . د هغه په ژوندانه کې ، د هغه ډيرې ديني ، ادبي ، اجتماعي ، انتقادي ، علمي او څېړنيزې مقالې او کتابونه چاپ شوي دي . د هغه تر مړينې وروسته د هغه يو شمير ناچاپ اثار هم چاپ شوو او ځينې چاپ شوي کتابونه يی بيا او بيا چاپ شول . مرحوم استاد ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوي د سيدفقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون او په ١٢٨٧ هشمسي کال د لغمان د عزيز خان په کڅ کې زيږيدلی دی ٠

قيام الدين خادم (زېږېدنه: ۱۲۷۴ ل. - مړينه: ۱۳۵۸ ل.) (انګرېزي:Qyamudeen Khadem) يو افغان سياستپوه، د مشرانو د جرګې سناتور، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، ژورناليست، پياوړى ليكوال، ويښ شاعر، اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانګړی ځای لري او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه يو ستوری ګڼل کېږي. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي. د ادبي هلو ځلو تر څنګ نوموړی په سياست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ويښ زلميانو د ګوند د بنسټ ايښودونکو غړو له ډلې نه ؤ.
ښاغلی ګل آغا احمدي وردك په ١٣٤٥ هجري لمريز ( ١٩٦٦ ز ) كال د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى دی.
زده کړې....

سلېمان لايق (۲۱ د تلې، ۱۳۰۹ ل. = ۱۲ د اکتوبر، ۱۹۳۰ ز. -) (په انګرېزي: Sulaiman Layeq) يو افغان لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال دی، هغه د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارګوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی.
ښاغلې لایق په کمونسټي رژیمونو کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ. ښاغلي لايق د سياسي کارونو سره سره د پښتو او دري ژبو په ادبياتو کې هم لاس وهلی نو په دې توګه دی نه يواځې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکلېل ؤ بلکې د افغانستان په ادب کې ېې هم ځان آزمويلی او د ښه محافظه کارۍ شعرونه ېې ويلي.

پير محمد کاروان (په انګرېزۍ کې Pir Mohammad Karwan) د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی.
زده کړې
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.
شاعرۍ ته مخه
د سعدي ګلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی

حبيب الله رفيع (زېږېدنه: ۱۳۲۴ لمريز - ) د افغانستان يو نوموتی ليکوال، شاعر او اديب او تر څنګ ېې په کابل پوهنتون کې د تاريخ او پښتو ادبياتو په پوهنځيو کې استاد دی. ښاغلی رفيع د نصرالله نقشبند زوی دی او اصلي ټاټوبی يې د وردګو ولايت دی.
مخينه
حبيب الله رفيع دافغانستان يو پيژندل شوی...

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی. استاد عبدالرؤف بېنوا له آره دکندهار د معروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٣٢ مي سره سمون لري په همدغه کاله ( سيد حسن خان کوڅه ) کي په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېدی او همدلته لوی شو ـ ( ١) ـ

په (۱۲۹۳) کال کې د ننګر هار د بهسودو په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتګ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننګر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادیوه .
دغه روښانه شخصیت...

| بشپړ نوم | ملا محمد عمر مجاهد |
|---|---|
| د زېږېدو نېټه | ١٩٥٩ |
| د زېږېدنې ځای | کندهار, افغانستان |
| د مړينې ځای | تردې مهاله ژوندی |
| د کار موده | ١٩٩٦ - ٢٠٠١ |
| مخکينی ولسمشر | برهان الدين رباني |
| وروستنی ولسمشر | حامد کرزی |
| ګوند | حرکت انقلابې اسلامي, وروسته د طالبانو اسلامي تحریک |
د عمر (زېږېدنه، ١٩٥٩-) (په انګرېزي:Mullah Mohammed Omar) چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توګه د ملا عمر په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ مشر دی. نوموړی چې اوس په يو نامالوم ځای کې پټ دی له ١٩٩٦ زېږيز کال نه تر ٢٠٠١ کې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې په ولسواکيزه توګه نه و ټاکل شوی. د هغه پلويان ښاغلي عمر ته د اميرالمومنين خطاب کوي او دا لقب دده د پلويانو لخوا په ١٩٩٤ زېږيز کال کې ورته ورکړ شوی.
ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال نه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده په يوه نامالومه ځای کې پټ دی. ملا عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته ده او غواړي چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداګريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهګرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی. داسې اټکل کېږي چې ملا عمر د افغانستان او پاکستان د پولې تر مېنځ په قبايلي غره ايزو سيمو کې پټ دی.
يوه کتنه
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو...

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ ل. - ۱۳۶۳ ل.) (انګرېزي: Abdulhai Habibi) د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.
ژوندليک
علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د ۱۳۲۸هـ ق كال د ربيع الثاني پر ۱۷ د پنجشنبې په ورځ ( مى ۱۹۱۰م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى. علامه عبدالحى حبيبي يې دوهم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمدرسول پښتون باركزي ( ۱۲۷۹- ۱۳۶۱ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكي ښاغلي نصير هنر پښتون ددغې پښتنې مېرمنې زوى دى ) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه.
د امير شېر علي خان تر مرګ وروسته د کابل حالت ډېر خراب وو انګرېزان مخته راتله څو په اخر کي سردارانو امير محمد يعقوب خان پسله ٨ کالو بند څخه د بنديخانې څخه را و ايست او پاچا يې کړ .
امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی وو انګرېزانو و نيوئ او ګندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دئ بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي خرابترينه معاهده په امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .
زرغونه انا د لوی احمد شاه بابا مور وه . زرغونه انا په خټه الوکوزۍ وه . د خپل وخت يوه پوهه او هوښياره مېرمن وه . د دې د پاره دا وياړ بس وو چي نه يوازي يې د احمد شاه بابا روزنه په کوچني والي کي کړې وه بلکي په لويوالي کي يې هم کله چي احمد شاه بابا د يوې لويي جرګې له خوا زموږ د هيواد د مشر او ساتونکي په توګه و ټاکل شو د يوې لويي مشاوري په توګه د هغه سره مرسته کوله .
سلطان بهلول لودي[1] د ملک کالا زوی په خټه شاهوخېل لودي، د لودي پښتنو شاهانو د کهاله خورا نوميالی او ستر سلطان و، دده مور هم شاهوخېله لودي پښتنه او د ملک کالا خپله ترله وه چې په ۸۱۴ هجري سپوږميز کال چې بهلول يې په نس و، او لنګواله ته نژدې وه خونه پر ونړېدله او مړه شوه، خو بهلول يې له نسه ژوندی راويسته شو. په دغه وخت کې د ملک کالا کور د ملتان د ښار په «کمانګران» نومې سيمه کې و، او سلطان بهلول هلته په دغه توګه وزېږېد.
د سلطان بهلول لودی سکي
اسماعيل سړبنی د بېټ نيکه زوی او د سړبن وراره و. سړبن ځوی نه درلود، تل به يې خپل ورور بېټ نيکه ته شکايت کاوه. بېټ نيکه خپل دا ځوی اسماعيل هغه ته ورکړ او اسماعيل د سړبن په کور کې وروزل شو. څو چې يو رياضت کښوونکی روحاني شو او د کسي په غرو او د روه په سيمو کې يې ښه شهرت وموند. نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې د شيخ اسماعيل داسې ستاينه کوي:
بهرام خان خټک (زېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س = ۱۶۴۳ زېږيز) د خوشحال خان خټک هغه نااهله زوی و، چې د خپل ستر پلار په وړاندې پاڅېد او د خپلو شخصي غرض او خودخوانی دپاره يې د خپل پلار د ملي مبارزو په لاره خنډونه اچول.
بهرام د(زېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س = ۱۶۴۳ زېږيز) په لومړۍ خور زېږېدلی و، چې پلار يې دده د زېږېدو نېټه پر نېکمرغه نيولې وه او د زېږېدو کال يې د «بخت باباآمد» له جملې څخه راايستلی و، لکه چې ويلي يې دي:
بيټ نيکه چي د بيټني او بټن په نومونو هم ياد شوی دی د پښتنو د ډېرو طايفو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی دی چې د پښتانه شعراء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دې لوی نيکه په باب داسې ليکل شوي دي چې:

دارواښاد حمید مومند پیژندنه او شاعری
د پیښور سهیل-لویدیځ لورته وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل سربڼي مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر کړی دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شي.
په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی
ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږي
تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:
۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دي او څلور پلا چاپ شوی دی..
۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.
۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.
له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لري مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځي او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلي سید انورالحق جیلانيد سریزی نه)
عبدالحميد مومند (ماشوخیل) (په انګرېزي: Abdul Hameed Mashokhel) کابو ...

عبدالرحمان د مسلم زوی په عربانو کې مشهور په ابومسلم خراساني چې مانا ېې د مسلم ځوی ده، د سهېل ـ ختيځ خراسان د سيمې خورا ستر شخصيت او ملي لارښود و چې د بغداد د امويانو د خلافت ماڼۍ ونړولې او د عباسيانو د خلافت د ودانۍ لومړۍ خښته ېې کېښووله . د پلار نوم ېې (بندادهرمز) يا هم (وندادهرمز) و چې تر مسلمانېدو وروسته د (مسلم) په نامه ياد شو [1] او د خراسان د مرود٫٫ ماخان٬٬ د کلي مشر و چې کله کله به ېې د کوفي ښار ته څېرمه د څارويو سوداګري هم کووله، خو د ژوند په پای کې آذربايجان ته ولاړ، او هم هلته ومړ.
مخينهد ابومسلم خراساني مور ٫٫وشيکه٬٬ يا ٫٫ وسيکه٬٬ يا ٫٫ وشيله٬٬ نومېدله. مخکې لدې چې د مسلم کورودانه شي په کوفه کې د ٫٫آذين بنداد٬٬ د ٫٫وسيحان٬٬ د زوی په کورنۍ کې اوسېدله. ابومسلم په (۱۰۰۰هـ .س.) کال [2]د خراسان په ٫٫سپېدنګ٬٬ کلي کې وزېږېد. [3]ځينې وايي چې دده لومړی نوم عثمان او څوک وايي ابراهيم و ، چې وروسته ېې د عباسيانو د خلافت د داعي امام ابرهيم په مشوره ېې خپل نوم په ٫٫ عبدالرحمان٬٬ واړواؤ . د ابومسلم د کوچنيوالي ورځې شپې د معقلي عجلي په کورنۍ کې د معقل د ځوی عيسا سره تېرې شوي دي ، چې دا کورنۍ د عباسي خلافت په پير د بغداد د کرخ د نومياليو اميرانو کورنۍ وه . په توره او قلم ، پوهې کې ېې نوم درلود. نو د ابو مسلم پلار چې کومې پېښې سره مخ شوی و ، د ابو مسلم مور وسيکه ېې عيسا ته سپارلې وه او ابو مسلم د هغه په کور کې لوی شوی او روزنه ېې اخيستې .
زده کړېابومسلم د عيسا د زامنو سره په مدرسې کې سبق ووېلې څو چې اديب او د قرآن حافظ شو . د عربي ژبې ډېر اشعار ېې له ياده کړه او د خلکو مشاور اليه وګرځېد.[4]
د کوفې ښار ته تګ او امويانو پر وړاندې تدبيرهغه وخت چې امير عجلي د عراقينو د امير خالد بن عبدالله قسري له خوا په کوفه کې د خراج د باقياتو په سبب بندي شو نو ابو مسلم عبدالرحمان د خپل مربي د ليدو لپاره هلته ولاړ. او کله چې به د عيسا د ليدو د پاره زندان ته ورغی هلته به ېې د محمد بن علي الامام ځينې ختيځه لارويان او نقيبان ليدل چې هغوی به هم د عيسا ستړي مشي ته ورغلي و . په هغو کې د کثير خزاعيي زوی سليمان او د قريظ تميمي ځوی لا هزين او شبيب طايي ځوی قحطبه د نامه خاوندان و . دوی به د ابو مسلم يا ابو مسلم عبدالرحمان خبرو او کفايت ته هېښ حيران پاتې کېدل ، او دا د کوفې په زندان کې د خراسانيانو سره د ابو مسلم لومړۍ کتنه وه ، چې د ابن اثير په قول ټولو ابو مسلم ښه وپېژانده . د ده عقل او پوهې ، خبرو او ادب ته خلک هېښ تللي و او بيا چې ابو مسلم په دې پوه شو چې دوی د آل عباس د خلافت غوښتونکي دي او د بن اميه (بنو اميه) د خلافت د ظالمانو د واکمنۍ پر ضد زيار باسي نو دی هم لوېديځوالو خراسانيانو سره ملګری شو .[5]
سرچينې↑ څوک وايي چې تر مسلمانېدو وروسته يې نوم عثمان او لقب يې مسلم ؤ.
↑ ځينې د ابومسلم زېږېدنه په (۱۰۲ هـ. س.) کې ګڼي ، خو زياتره مورخان ېې په (۱۰۰ هـ. س.) کې بولي.
↑ غبار په خپل کتاب (افغانستان در مسير تاريخ) کې دا کلی د افغانستان سهېلي سيمې په اوسيني (سرپل) او پخواني (انبار) پورې تړي ، خو ځينې نور مؤرخان ېې د (خرقان) منځی يا مرکز او د (مرو) يو کلی ګڼي .د (البلد والتاريخ ) ليکوال مطهرمقدسي بيا د ابو مسلم د زېږېدنې ځای اصفهان ليکي ، او دی اصفهانی بولي ، حال دا چې په عرب او عجم کې په ختيځ او لوېديځ کې دی د ٫٫ابومسلم خراساني٬٬ په نامه يادېږي نو يقينآ دی د خراسان دی.
اخځلیکونه:
↑ له دې ځايه د ابومسلم د ژوند د پېښو په ليکنه کې د استاد حبيبي له (تاريخ افغانستان بعد از اسلام) څخه اخځ شوی.
↑ له دې ځايه د ابومسلم د ژوند د پېښو په ليکنه کې د استاد حبيبي له (تاريخ افغانستان بعد از اسلام) څخه اخځ شوی.
|
واکمني |
۱۸۴۲ ز. - ۱۸۴۵ ز. |
|
لقبونه |
|
|
زېږون |
۱۸۱۶ ز. |
|
مړينه |
۱۸۴۵ ز. |
|
د مړينې ځای |
|
|
هديره |
|
|
مخکنی پاچا |
|
|
وروستنی پاچا |
|
|
پاچايي ماڼۍ |
|
|
پلار |
|
|
مور |
|
|
مذهبي ګروهې |
وزير محمد اکبر خان د امير دوست محمد خان زوی په کال (۱۸۱۷)م زیزیدلی دی . د امیردوست محمد خان په لومړۍ دوره کی غازی محمداکبر خان د جلال آباد حکمران وو ، په همدې وخت کې (۱۸۳۷)م کال سکانو د خیبر په دره کې د جمرود کلا ونیوله ، غازي محمداکبر خان له سکانو سره په جګړه پيل وكړ . د جګړې په بهير كې غازي محمداکبر خان د سکانو د جګړې قوماندان هری سنګ د تورې په ګوزار ټپي کړ او نومړی دهغه ټپ څخه وفات شو۰ یو افغان شاعر د غازي محمد اکبر خان په باره کې وایی :
ستاکور که وران نوی په حسد او په نفاق تاشانی قوم نشته هرګز په دې افاق
کله چه انګریزانو په افغانستان له دریوخواو یرغل وکړ او غازی محمداکبر خان د یوی دسیسې په وجه دانګریزانولخوا مسموم کړل شو ، دوستانو یې هغه کابل ته وستاوه . دانګریزانو لښکرې چه شاه شجاع ورسره وو د کابل په لور مخ په ولاړندی ولاړی او په غزني کې د غازی محمداکبر خان ورور غلام حیدرخان دانګریزانو په لاس کی وت او ورسته بیا جګړه د کابل په ارغندی کی وشوه . امیردوست محمد خان او غازی محمد اکبرخان چه ټپی شوی وو ، بخارا ته ولاړل . د بخارا امیر هلته بندیان کړل ،انګریزانو شاه شجاع په کا بل کی پاچا کړ . د بوتخاک حضرت صاحب عبدلشکور په شفاعت چه د بخارا امیر یی مرید وو ، غازی محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشی کړ او هغه کابل ته راغی . په کال (۱۸۴۰)م کی او د نومبر په میاشت کی د روژې د میاشتې په (۷)نیټه یی په کابل کی د غازي عبدالله خان اڅکزي په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته برنېس په یوه مضاهره کی ووژل شو.
مکناټن چې د انګریزانو له خوا په کابل کی سفیر وو ، غوښتل یی چه د ملي مبارزينو په منځ کې بې اتفاقی واچوي او هڅکله یی پخپلو وعدو وفا نه کوله او نه یی غوښتل چه خپلې لښکرې د افغانستان څخه وباسي . په کال(۱۸۴۱)م د دسامبر په (۲۴) د کابل دبي بي مهرو شمالي غنډۍ ته څېرمه چې دانګریزانو د لښکرو اډه وه ، مکناټن د خپلې اډې څخه راووت اوغښتل یی چه د ملي مبارزینو په غنډه کی ګډون وکړي . په دې غنډه کې د ملي مبارزینو له خوا غازی محمداکبرخان ، سردار سلطان احمد خان ، محمدشاه بابکرخیل ، غلام محی الدین غلجی او غلام بخش ، او د انګرزانو له خوا مکناټن ، تریور ، مکنزی او لارنس ګډون درلوده .
د مجلس ترتیت داسی وو ، چې مکناتن تريور او مکنزی ناست وو او لارنس په کښلی تفنګچی سره د مکناټن تر شا ولاړ وو . لومړی خبرې غازي محمداکبرخان پيل کړی او هغه لیک یی مکناټن ته ورښکاره کړ ، کوم چې د وزیر اکبرخان د وژلو په سر یی (۰ ۱۰۰۰) روپۍ انعام ایښی وو او مکناټن یی ملامت کړ او په همدې وخت وزیر محمد اکبر خان مکناټن په هغه تفنګچه ووشت چه څو ورځې مخکې مکناټن ورکړی وه . همدارنګه نورو ملي مبارزینو په تريور ، مکنزی حمله وکړه او هغه يې ووژل او د لارنس نه یی تفنګچه او توره واخستل او وروسته هغه په تېښته بریالى شو . هغه و چې په کال(۱۸۴۲)م د جنوری په شپږمه نیټه دانګریزانو لښکر چې شمیر یی (۱۶۰۰۰)وه د کابل څخه د جلال آبا په لور حرکت وکړ او په لاره کی د غلجیو مجاهدینو لخوا ټول تار او مار شول او تنها داکتر وېليم برايډن جلال آباد ته ورسید. بیا امیر دوست محمد خان په کابل کی پاچاه شو او وزیرمحمد اکبر خان غازی د (۲۹)کالو په عمر وفات شو او مړی یې د خپل وصیت سره سم په مزارشریف کی ښخ کړ.

د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .
• عبدالروف بېنوا ، ميرويس نيكه ، ۱۳۸۴ لمريز ( ۲۰۰۵ ) زېږديز كال پېښور چاپ ، ۱۴۴ - ۱۴۶ مخونه

| واکمني | دراني واکمني: ۱۷۷۲ ز، - ۱۷۹۳ ز. |
|---|---|
| بشپړ نوم | تېمور شاه درانی |
| لقبونه | پاچا |
| زېږون | ۱۷۴۸ ز. |
| مړينه | ۱۸ د مۍ، ۱۷۹۳ ز. |
| د مړينې ځای | کابل |
| هديره | د تېمور شاه مقبره، کابل |
| مخکنی پاچا | احمد شاه دراني |
| وروستنی پاچا | شاه زمان خان |
| کورنۍ | دراني |
| پلار | احمد شاه دراني |
حاجي ميرويس خان هوتک(۱۶۷۳- ۱۷۱۵زېږدي) (په انګرېزي: Mirwais Hotak) د شاه عالمخان هوتک او د نازوتوخۍ نامتو زوی و. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم ګڼي د شاه عالم خان هوتک زوی ، دکرم خان هوتک لمسئ ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترګې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه ګڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وګړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.
د کورنۍ مخينه...

اعليحضرت تېمور شاه درانى (په انګرېزي:Timur Shah Durrani) د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال .....
توخي
تو خي د غلجيو پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې يوه مشهوره قبيله ده٠ د پښتني رواياتو او شجرو پر بنسټ تو خی د هو تک بابا(٦٦١-٧٤٠ هجري قمري) ورور، دبارو زوی، د تو لر لمسی او دغلجي کړ وسی دی، چې دتو خي قبيله دده په نا مه مشهوره ده٠ (١) د تو خو قبيلې د هو تکو تر عروج وړاندې د غلجيو پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې لو مړ نی مقام او ځای در لود او سلطان ملخی تو خی چې د هند د مغو لي امپر اتور اورنګزيب عا لمګير(1068-1118هجري) معا صر و، د تو خو د قبيلې ډير مشهور مشر او سردار تير شوی دی ٠ (٢) نو موړی د مير ويس خان بابا دمور نازو انا پلارو٠
روان شناسی چیست؟
روان شناسی عبارت است از مطالعه و شناخت علمی چگونگی و چرایی ابعاد مختلف رفتار موجود زنده، به ویژه انسان. در این تعریف بیشترین توجه به رفتار و جنبه های مختلف آن است. به دیگر سخن، به یك معنا می توان روان شناسی را رفتار شناسی نامید، چرا كه موضوع اصلی روان شناسی به عنوان یك علم رفتاری ، مطالعه فعالیت ها و واكنش های حیوان وانسان در شرایط و موقیعت های مختلف است.
و اما منظور از " رفتار" آن دسته از حالت ها، عادت ها، فعالیت ها، كنش ها و واكنش های نسبتاً پایداری است كه از انسان سر می زند و همواره قابل مشاهده، اندازه گیری ، ارزیابی و پیش بینی است.
رفتارهای انسانی را می توان به انواع مختلف تقسیم كرد، از جمله:
رفتار شخصی
: رفتاری است كه كاملاً جنبه شخصی دارد، مثلاً فردی همواره لباس قهوه ای رنگ می پوشد و یا عادت دارد روزی سه مرتبه مسواك بزند.
رفتار شغلی
: یعنی رفتار خاص یا عادتی كه انسان در كار و حرفه از خود نشان می دهد، مثلاً همیشه بعد از نماز صبح كارش را شروع می كند ویا همواره با دو انگشت تایپ می نماید.
رفتار تحصیلی
: عبارت است از رفتار كودك یا بزرگسال در ارتباط با امور تحصیلی، فی المثل دانش آموزی همیشه قبل از تدریس معلم درس مورد نظر را مطالعه می كند و یا این كه برای یادگیری بهتر خلاصه نویسی كرده، با صدای بلند درس می خواند.
رفتار اجتماعی:
رفتار فرد در تعاملات بین فردی و معاشرت های اجتماعی است، به عنوان نمونه خوش قول بودن و تقدم درسلام داشتن.
در ارزیابی رفتار باید توجه كرد كه رفتار چه كسی، در چه شرایط و موقعیتی و با چه فراوانی و شدتی مورد بررسی قرار می گیرد؛ چرا كه زمانی می توانیم برداشت وتفسیر جامعی از رفتار یك فرد داشته باشیم كه شرایط زمانی و مكانی، موقعیت بروز رفتار و ویژگی های زیستی ، ذهنی و روانی وی را مورد توجه كافی قرار دهیم.
شاخه های مختلف روان شناسی
از زمانی كه روان شناسی به عنوان یك علم مستقل مطرح شده است، روان شناسان در زمینه موضوعات خاص، پژوهش های فراوانی به عمل آورده اند، به گونه ای كه امروزه شاهد شعب و شاخه های مختلف روان شناسی هستیم.
متداول ترین شاخ های روان شناسی عبارت است از:
1- روان شناسی رشد و كودك
روان شناسی كودك به مطالعه مستمر رشد از زمان تشكیل نطفه تا دوران بلوغ و نوجوانی می پردازد.
موضوعاتی از قبیل نقش وراثت و محیط در شكل گیری شخصیت كودك، چگونگی رشد بدنی، ذهنی،عاطفی، كلامی، اجتماعی ، حسی و حركتی، همچنین نحوه بازی، خویشتن داری، تقلید و همانند سازی كودك و نوجوان و تحولات دوران بلوغ در این شاخه از روان شناسی مورد مطالعه و بررسی قرار می گیرد.
2- روان شناسی شخصیت
در این شاخه از روان شناسی ابعاد مختلف شخصیت، جنبه های ادراكی، هیجانی، ارادی و بدنی افراد و چگونگی سازگاری فرد با محیط مورد مطالعه قرار می گیرد.
3- روان شناسی اجتماعی
روان شناسی اجتماعی ازتعامل فرد واجتماع، قانون های روانی گروه ها و سازمان های اجتماعی بحث می كند و در زمینه هایی از قبیل: معیارها و هنجارهای اجتماعی، مناسبات بین گروهی، باورهای عام، تكوین بازخوردها وتغییرنگرش ها و نقش رسانه ای جمعی به مطالعه و تحقیق می پردازد.
4- روان شناسی بالینی
این رشته از روان شناسی ویژگی های شخصیتی، اختلالات عاطفی و مشكلات رفتاری افراد را با بهره گیری از ابزارهای روان شناختی مورد بررسی ودرمان قرار می دهد.
5- روان شناسی مرضی
در این شاخه از روان شناسی اختلالات عاطفی و رفتاری و بیماری های مختلف روانی مورد بررسی قرار گرفته، روش های درمانی متداول در جهت حفظ بهداشت روانی ارائه می شود.
6- روان شناسی كودكان استثنایی
روان شناسی كودكان استثنایی به مطالعه ویژگی های جسمی، روانی، حسی، حركتی، شناختی و اجتماعی كودكان عقب مانده ذهنی، نابینا و نیمه نابینا، ناشنوا و نیمه ناشنوا، ناسازگار، مصروع، كودكان معلول جسمی- حركتی، دانش آموزان مبتلا به اختلال خاص در یادگیری و كودكان و نوجوانان تیز هوش و خلاق می پردازد. این شاخه از روان شناسی همچنین در زمینه علل مختلف معلولیت، راه های پیشگیری از معلولیت و روش های اصلاح و ترمیم نارسایی ها و اختلالات رفتاری مباحثی را مطرح می كند.
7- روان شناسی تربیتی
این رشته ازروان شناسی كه درواقع مهمترین وكاربردی ترین رشته های روان شناسی است، تلاش دارد اصول، قوانین و یافته های روان شناسی و شاخه های مختلف آن را در قلمرو تعلیم و تربیت مورد استفاده قرار دهد. در روان شناسی تربیتی موضوعاتی از قبیل: روشهای مختلف یادگیری و قوانین آن، فرایند تفكر و اندیشیدن، یادآوری و به یادسپاری، حافظه و فراموشی، هوش و انگیزش، سنجش و اندازه گیری و كاربرد آزمون های روانی، نقش معلم و متعلم در انتقال یادگیری، شرایط و موقعیت یادگیری، انضباط و پیشرفت تحصیلی مورد توجه و مطالعه قرار می گیرد.
روان شناسی تربیتی و قلمرو آن
همان گونه كه پیش تر اشاره شد موضوع اصلی روان شناسی تربیتی یا پرورشی به كار بستن قواعد و یافته های شاخه های مختلف روان شناسی در فرایند تعلیم و تربیت است. به عبارت دیگر هدف اصلی روان شناسی تربیتی توجه عمیق به امر مهم آموزش و پرورش و پرداختن به عوامل مؤثر در یادگیری، پیشرفت تحصیلی، سازگاری، تحول ذهنی و روانی و رشد متعادل انسان است.
اركان اصلی روان شناسی تربیتی
به طور خلاصه می توان موضوعات، پایه ها یا اركان اصلی روان شناسی تربیتی را در هفت محور زیر مورد توجه قرار داد:
1- قوانین و عوامل موثر در فرایند یادگیری
2- ویژگی های یادگیرنده یا تربیت شونده
3- موضوع یادگیری یا پیام تربیتی
4- موقیعت یادگیری یا شرایط انتقال پیام تربیتی
5- روش های تعلیم و تربیت یا انتقال پیام
6- ویژگی های مربی یا انتقال دهنده پیام
7- ارزیابی و ارزش سنجی
منبع:وبسایت پوهنتون قندهار